د ۲۰۳تندرقول اردو مطبوعاتي دفتر وايي ځانګړو ګډو ځواکونو د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړونده سیمو کې عملیات کړي چې په ترڅ کې (۲۵)وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ژوندي نیول شوي دي.
Archive for month: دسمبر 2019

کابل کې یو( زورواکی) ونیول شو
د کورنیو چارو وزارت وايي امین الله چې په قوماندان عیان مشهور دی په کابل ښار کې په جرمونو کې لاس درلود چې د ملي امنیت او پولیسو د ګډو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د ملي دفاع وزارت: درزاب طالبانو نه ده نیولې
د ملي دفاع وزارت وايي د پوستې له پاره په پام کې نیول شوی ځای ستراتیژیک موقعیت لري او د امنیت په ټینګښت کې تر پخواني ځای اغیزناک دی.خو ځینې محلي سرچینو ویلي چې د درزاب ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې ده.

په کندز او بغلان کې ۱۶ وسله وال وژل شوي
د ملي دفاع وزارت دغه راز وايي د پلخمري په چشمه شیر سیمې کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په برید کې هم لس وسله وال وژل شوي دي. سرچینه وايي په دغه عملیاتو کې اسدالله په نامه یو قوماندان چې په ( بروت) مشهور و ټپي شوی دی.

کندهار کې ۱۱ وسله وال وژل شوي
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي دا برید تیره شپه د دغه ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې د وسله والو په مرکزونو شوی دی. د اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن خواجه یحی علوي وايي په دغه برید کې د وسله والو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

ککړې هوا، په کابل کې ۸ زره کسان بستر کړي
د عامې روغتیا وزارت ویاند نظام الدین جلیل وايي : (د ککړې هوا له کبله په تیره یوه اوونۍ کې په کابل کې اته زره کسان په تنفسي او سرطاني ناروغیو اخته شوي او په روغتونونو کې بستر شوي دي. )

د مسکو واټونه، په مصنوعي واوره پوښل شوي
د مسکو په واټونو، تورسکایا واټ، سره میدان او ښار یو شمیر نورو برخو کې د مصنوعي واورې پټه هواره شوې ده.د مسکو ښاروالۍ یوه مسول ویلي دا واوره یې د خلکو د لوبو له پاره د زمینې برابرولو په موخه اچولې ده.

په فراه کې پولیس، له سوداګرو غیرقانوني پيسې اخلي
د هرات د میرداوود په دروازه کې له ۸۰۰ ډیر موټر چې نفتي او خوراکي توکي په کې بار دی د اعتراض په توګه درول شوی. دا سوداګر وايي پولیس د آنتن ، کنډک ، فراه رود او فراه ښار ته نیژدې د (سرپل )په پوسته کې له هرموټر څخه پیسې اخلي او که ورنه کړل شي وهل کیږي .

ننګرهار کې نوی هوایي ډګر جوړیږي
د دغه میدان جوړېدو لپاره درې اونۍ مخکې د چارو ارزولو لړۍ پیل شوې او له یو ایټالیوي شرکت سره د ۵۶ میلیونو افغانیو هوکړه شوې تر څو دغه چارې په پینځو میاشتو کې بشپړې کړي.

د بدخشان کانونه، د طالبانو ښه عایداتي سرچینه ګرځیدلي
په دي ولایت کي د حکومت سره په جوړجاړي د کانونود غیر قانوني کیندني له لاری د ورځې نیژدې ۵۰ کیلوګرامه سره زر ترلاسه کیږی او پیسې يي د وسلوالو مخالفینو او یو شمیر اشخاصو جبیبونو ته ځي.