د ولسمشر محمد اشرف غني دغه فرمان د رایو په اکثریت تصویب شو. یوازې شپاړسو کسانو د دغه فرمان د رد رایې ورکړې و.
Archive for month: دسمبر 2019

په یوه ماشومه د جنسي تیري په تور درې تنه نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي د بادغیس د امنیې قوماندانی د جنایی جرمونو پروړاندې د مبارزې منسوبینو د هغه دینې مدرسې درې زده کوونکي نیولي چې په ماشوم په کې جنسي تیری شوی و.

په کندز کې ۵۶ طالبان وژل شوي
( په عملیاتو کې قاري مومن مشهور په سیار، سیف الله مشهور په شمشاد، منصور مشهور په ابوذر، عمر مشهور په سیار، محمدالدین مشهور په خاکسار، جابر مشهور په فضل الرحمن او نافذ په ګډون ۵۶ طالبان وژل شوي دي.)

استرالیا کې اور له کنترول وتلی دی
محلي چارواکي وايي نن په ویکتوریا کې د تودوخې او بړبوکیو له امله خطرناک وضعیت رامنځ ته شوی دی. دوی وايي په ( ګیپسلند) سیمه کې یې له ۳۰ زرو سیلانیانو او ځایي خلکو غوښتي چې له سیمې ووځي، خو د اور لمن تر واټونو پورې رسیدلې او له سیمې تیښته هم ستونزمنه شوې ده.

د پنځه زره طالبانو خوشي کول د مذاکرې شرط بلل شوی
یو طالب چارواکي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې له امریکا سره د سولې تړون د لاسلیک یو مهم شرط د ۵ زره طالب زندانیانو خوشې کول دي او دا موضوع د سولې تړون کې لیکل شوې ده.

جوزجان کې څوارلس پاڅونوال وژل شوي
د جوزجان د والي ویاند معروف آذر وايي طالبانو نن سهار د فیض آباد ولسوالۍ په حیدرآباد سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته برید کړی، چې له امله یې ۱۴ پاڅونوال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په هرات کې د طالبانو درې مهم قوماندان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وايي په دغه برید کې د هرات له پاره د طالبانو ولایتي مسوول، آقاولي او یو بل طالب قوماندان ، سیدآقا هم وژل شوي دي.

طالبان وايي د اوربند تصمیم نه لري
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې وايي دا د یو شمیر رسینو پروپاګند دي او واقعیت دادی چې دوی د اوربند تصمیم نه لري او امریکایانو د جګړې د کمولو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د هوا د ککړولو په تور یو شمېر مارکیټونه وتړل شول
د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سعادت د چاپیریال ساتنې ادارې له مسوولینو سره پرون د آریا ښارګوټی، ګلبهارټاور او د ممتازمحل، خلیج او استقلال د ودونو سالونونه تړلي دي.

په بدخشان کې ۲۸۳ ټنه شات تولید شوي
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس معین الدین عیني وايي: سږکال اقلیمي شرایط، د ګلونو ډیروالی او د شاتود مچیو په اړه د فارملرونکو ښه پوهاوی د دې لامل شوی چې د تېر کال په پرتله ددې ولایت د شاتو د تولیداتو کچه ۶۰ سلنه لوړه شي.