سیګر وايي : د افغانستان بې وزله خلک په منځنې توګه په کال کې اته ډالر د روغتیا په برخه کې لګوي. څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي.
Archive for month: جنوري 2020

طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې
( د ننګرهار په ډېرو ولسوالیوکې روغتیايي خدمتونه د (AADA) په نوم یوې قراردادي انجیو ته ورکړل شوي، چې په نشت حساب دي او دوی یې ځکه دروازې تړلي چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو ودانیو ته پر ورتګ تکلیف ونه ګالي).

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نیژدې لس زره شکایتونه رد کړل
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي په ۲۱ ولایتونو کې به د څه باندې ۵ زرو محلونو د رایو د بیا شمیرنې عملیاتي جدول په دوو ورځو کې د ټاکنوخپلواک کمېسیون ته ولیږدي چې په کابل کې به د ۱۶۹۹ محلونو رایې بیا وشمیرل شي.

ولسمشر: که په کابل کې اړتیا پیدا شوه، ځانګړو قطعاتو ته د عملیاتو امر کوم
حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې.

په زابل کې واورې لاره بنده کړې، خو حکومت یې غم نه خوري
د زابل د ولایتي شورا ریيس عطاجان حق بیان هم د خلکو ستونزي او د لويې لاري د بندیدل مني. هغه وايي د زابل محلي اداره د لارې د خلاصون هڅه کوي، خو د مرکزي حکومت څخه شکایت کوي چې د دې لاري د خلاصون په اړه يې څو ځله اړوند مسؤلینو ته ویلي خو هیچا يې مرسته نده کړې .

بلوچستان کې واورې او بارانونو د نولسو تنو ژوند اخیستی
د بلوچستان چارواکو په څو پېښو کې د مرګ ژوبلې اوښتل مني او وايي د طبعي پېښو له امله په ژوب کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹، په پشین کې ۳، په قلعه عبدالله کې ۶ او په کوټه کې ۱ تن مړ شوی دی.

ننګرهار کې د انسان تښتونې په تور ۱۲ کسان نیول شوي
والي وايي داشخص د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې خوشی شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د ننګرهار پر والي د برید مخه ونیول شوه
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي ملي امنیت دغه شخص له یوې توپانچې سره نیولی دی. حکمت الله شیرزاد چې په دې تور نیول شوی وایی موخه یې د ولایت د مقام مخې ته په مهمو دولتي چارواکو برید و.

د ملي امنیت سلاکار هند ته لاړ
دغه ناسته هر کال، د نړیوالې ټولنې د بیلا بیلو سکټورونو (سیاست، سوداګړۍ، رسنۍ او مدني ټولنې ) مشرانو په ګډون جوړېږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې د دولتونو چارواکي، ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بیلابیلو برخو فعالین ګډون کوي.

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري
د راپورونو له مخې د ایران په پلازمینه تهران کې د شریف ټکنالوژۍ او د امیرکبیر په پوهنتونونو کې نن اعتراضونه پیل شول او ګډونوالو یې د ایراني مشرانو ضد شعارونه ورکول.