کورني خبرونه

طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې

طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې

( د ننګرهار په ډېرو ولسوالیوکې روغتیايي خدمتونه د (AADA) په نوم یوې قراردادي انجیو ته ورکړل شوي، چې په نشت حساب دي او دوی یې ځکه دروازې تړلي چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو ودانیو ته پر ورتګ تکلیف ونه ګالي).

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نیژدې لس زره شکایتونه رد کړل

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نیژدې لس زره شکایتونه رد کړل

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي په ۲۱ ولایتونو کې به د څه باندې ۵ زرو محلونو د رایو د بیا شمیرنې عملیاتي جدول په دوو ورځو کې د ټاکنوخپلواک کمېسیون ته ولیږدي چې په کابل کې به د ۱۶۹۹ محلونو رایې بیا وشمیرل شي.

په زابل کې واورې لاره بنده کړې، خو حکومت یې غم نه خوري

په زابل کې واورې لاره بنده کړې، خو حکومت یې غم نه خوري

د زابل د ولایتي شورا ریيس عطاجان حق بیان هم د خلکو ستونزي او د لويې لاري د بندیدل مني. هغه وايي د زابل محلي اداره د لارې د خلاصون هڅه کوي، خو د مرکزي حکومت څخه شکایت کوي چې د دې لاري د خلاصون په اړه يې څو ځله اړوند مسؤلینو ته ویلي خو هیچا يې مرسته نده کړې .

د ننګرهار پر والي د برید مخه ونیول شوه

د ننګرهار پر والي د برید مخه ونیول شوه

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي ملي امنیت دغه شخص له یوې توپانچې سره نیولی دی. حکمت الله شیرزاد چې په دې تور نیول شوی وایی موخه یې د ولایت د مقام مخې ته په مهمو دولتي چارواکو برید و.

د ملي امنیت سلاکار هند ته لاړ

د ملي امنیت سلاکار هند ته لاړ

دغه ناسته هر کال، د نړیوالې ټولنې د بیلا بیلو سکټورونو (سیاست، سوداګړۍ، رسنۍ او مدني ټولنې ) مشرانو په ګډون جوړېږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې د دولتونو چارواکي، ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بیلابیلو برخو فعالین ګډون کوي.