آینه  درخانۍ د ګېلاني وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی

آینه  درخانۍ د ګېلاني وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی

د پښتون ژغورنې غورځنګ لندن مېشتې مخکښې غړې آینه درخانۍ د اسحاق ګېلاني د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي، ګېلاني باید ژر تر ژره بښنه وغواړي.

 

نوموړې ټینګار کړی چې اسحاق ګېلاني دې خپلو تعویذونو ته ورسېږي او پي ټي ام پسې دې خبرې نه کوي.

 

هغې دا هم ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ سپېڅلی حرکت دی او هغوی یې چې سپکوي او غندي، د نورو ګټو ته ژمن دي.

 

پیر اسحاق ګېلاني تېره ورځ پکتیکا ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې منظور پښتون د یوې نوې جګړې لوبغاړی دی

 

د ګېلاني دغه څرګندونې په پراخه کچه غندل شوې دي او هغه یې د پردیو ګوډاګی بللی دی.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.