ارزګان کې ۴۶ تنو ښځینه روغتیا پالانو د فراغت اسناد تر لاسه کړل

ارزګان کې ۴۶ تنو ښځینه روغتیا پالانو د فراغت اسناد تر لاسه کړل

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۴۶ تنه ښځینه روغتیا پالانو نن له دوو  کلونو زده کړو وروسته د فراغت اسناد تر لاسه کړي دي.

د ارزګان روغتیايي مسوولینو ویلي، د دغو روغتیا پالانو په فارغېدو سره به د ولایت په مرکز او لیر پرتو ولسوالیو کې د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی راشي.

یادې روغتیا پالانې به په مرکز او ولسوالیو کې پر دندو وګومارل شي.

فارغو شویو روغتیا پالانو ویلي، خوشحاله دي چې نن یې د فراغت اسناد تر لاسه کړي  دي.

د هغوی په خبره، ژمنې دي چې د ارزګان په هره برخه کې خپلو روغتیايي چارو ته دوام ورکړي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.