ازبکستان افغان سولې سره د مرستو ټټر وهلی

ازبکستان افغان سولې سره د مرستو ټټر وهلی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد يې چمتو دی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

هغه ویلي: که د افغانستان د جګړې ښکېل لوري وغواړي، دوی به خپل هېواد کې د سولې د خبرو پر مخ وړلو په هدف د سولې کاري ډلو ته رایه ورکړي.

عبدالعزیز کامېلوف همدا راز د سولې په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادمیچي یاماماتو سره هم کتلي دي.

ازبکستان پر داسې مهال افغان سوله کې د مرستې ژمنه کوي چې مسکو د دویم ځل لپاره د سولې په تړاو د ناستې کوربه و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.