رویا رحماني په امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان د نوې سفيرې په توګه خپل باور ليک د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ل ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې وړاندې کړ.
مېرمن رحماني، له ولسمشر ټرامپ سره په کتنه کې د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د اهمیت اړوند بحث کړی دی.
نوموړې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان د کلک ملاتړي په توګه د امریکا د متحدو ایالتونو رول خورا مهم بللی دی.
ولسمشر ټرمپ هم ویلي، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
Leave a Reply