افغان لوبډله انګلستان ته ورسېده

افغان لوبډله انګلستان ته ورسېده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون په موخه د انګلستان برېسټل ته رسېدلې ده.

 

ملي لوبډله به دغه راز سبا (د روان زېږدیز کال د مۍ ۲۴مه) د پاکستان پر وړاندې د وارم اپ warm-up یا نړیوال جام ته له تلو وړاندې د چمتووالي لوبه وکړي چې د همدې میاشتې په ۲۷مه به د انګلستان ملي لوبډلې پر وړاندې هم ولوبیږي.

 

د نړیوال جام سیالۍ به د روانې مۍ میاشتې په ۳۰مه پیل شي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.