افغان ځواکونو پرې غږ کړ چئ تسلیم شئ، خو سرتبمګي يې وکړه او ووژل شو

افغان ځواکونو پرې غږ کړ چئ تسلیم شئ، خو سرتبمګي يې وکړه او ووژل شو

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کاپیسا ولایت مرکز لومړۍ حصې اړوند سیمه کې د نامسووله وسله والو هغه ډله چې دغه ولات کې به یې ورانکاره کړنې ترسره کولې، هدف ګرځولې ده.

د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان فرید مشعل وویل:

“” د نامسووله وسله والو دغې ډلې ته مونږ په وار ـ وار خبر ورلېږلی و چې یا تسلیم شئ، یا وژل کېږئ، خو هغوی زمونږ دغې غوښتنې ته ن یوازې غوږ ونه نیاوه، بلکې خپلې ورانکاره کړنې يې لا زیاتې کړې، تېره شپه دولس نیمې بجې زمونږ د ښاري ګزمې ځانګړو ځواکونو پرې عملیات وکړل چې دوی په وسله والې نښتې لاس پورې کړ او مونږ هم ځای پر ځای یو کس تري وواژه او درې مو له وسلو سره ژوندي ونیول. “”

مشعل ټینګار کړی چې په نامسووله وسله والو به رحم نه کوي

هغه زیاته کړې:

“” ما کاپیسا ته د راتګ په لومړۍ ورځ نامسووله وسله والو او لنډه غرو ته خبرداری ورکړی و چې له پښو مو غورځوم، په خپله ژمنه مې ولاړ یم او خپل کار ته دوام ورکوم. دا د ارشد امنیتي معینیت هدایت دی چې چپاولګر او ورانکاری به هېڅ ځای کې راڅخه خوندي نه وي. “”

وژل شوي نامسووله وسله وا قوماندان د کاپیسا په ډېری جنايي پېښو کې لاس درلود.

پولیسو کابل کې هم درې نامسووسله وسله وال چې په غلاوو، سړي تښتوونو، وژنو او رهزنۍ تورن وو، له لنډې نښتې وروسته ووژل او ځینې ونیول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.