افغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو په مرکز چاپه  وهلې

افغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو په مرکز چاپه  وهلې

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندهار ولایت شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو په یو پټنځای چاپه  وهلې ده.

 

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، چاپه د طالبانو په مرکز وهل شوې ده.

 

چاپه کې اته طالبان و ژل شوي دي او ۴ شکمن کسان د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

 

تادین خان وايي، د طالبانو له مرکز څخه يې ځینې وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

 

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.