امریکا، اروپايي ټولنې او جرمني هم د کابل وروستی برید غندلی دی

امریکا، اروپايي ټولنې او جرمني هم د کابل وروستی برید غندلی دی

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۲۷ مه:

کابل کې د واده پر مراسمو د تېرې شپې برید په پراخه کچه غندل شوی دی.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا یو بد برید او زشت عمل و؛ هېڅوک حق نه لري چې مېرمنې او ماشومان هدف وګرځوي.

بلخوا اروپايي ټولنې هم د کابل د تېرې شپې په برید سخت غبرګون ښودی دی.

اروپايي ټولنې ویلي د واده پر مراسمو برید غیر انساني او د بشریت ضد کار دی.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم یاد برید سخت غندلی دی.

هغه ویلي  افغانستان کې باید دغه شان بریدونه نو ودرېږي او د افغانستان مسله کې ښکېل هېواودنه باید د سولې پروسې چټکوالي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د کابل شپږمې حوزې اړوند سیمه کې ځانمرګي بریدګر د واده په مراسمو برید وکړ چې نږدې ۱۰۰ کسان یې شهیدان کړل لږ تر لږه ۲۰۰ يې ټپیان کړل

Leave a Reply

Your email address will not be published.