برېښنايي تذکرې؛ دوشنبه یې ننګرهار کې د وېش بهیر پیلېږي

برېښنايي تذکرې؛ دوشنبه یې ننګرهار کې د وېش بهیر پیلېږي

ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر پيل شي.

مسوولینو ویلي د تذکرو د وېش لپاره  ننګرهار کې معیاري دفتر نیول شوی، وسایل ور انتقال شوي او کسان هم ګومارل شوي دي.

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له کابله پیله شوه چې وروسته هرات او دا دی اوس  ننګرهار ته ورسېده.

یو شمېر سرچینو ویلي: ممکن له ننګرهار وروسته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر کندهار ته، له کندهار وروسته خوست بیا بلخ ولایت ته وغځېږي.

تر اوسه نږدې نیم میلیون کسانو برېښنايي پېژندپاڼې تر لاسه کړي دي او زرګونه نورو کسانو نوملیکنه کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.