سلیم کوچی ووژل شو

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان سلیم کوچی تېره شپه د ولایت مرکز پلخمري ښار اړوند سیمه کې له خپل یو ساتونکي سره د طالبانو په برید کې وژل شوی دی

د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع هم پېښه تایید کړې او ویلي دي چې پر کوچي تېره شپه د خپل کور مخې ته برید شوی دی

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول ددې برید مسوولیت نه دی منلی

Leave a Reply

Your email address will not be published.