بغلان کې د طالبانو او داعشیانو ۴ غړي نیول شوي دي

بغلان کې د طالبانو او داعشیانو ۴ غړي نیول شوي دي

د ملِ امنیت ځانګړو ځواکونو بغلان کې د داعش او طالبانو ډلو ۴ فعال غړي نیولي دي.

 

له ملي امنیت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان يې د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار اړوند سیمو څخه نیولي.

 

نیول شویو کسانو کې د داعش ډلې یو غړي عبدالجمیل د بغلان ولایت مرکزي بغلان او بورکې ولسوالیو کې یادې ډلې د جلب او جذب مسوولیت پر غاړه درلود او تر څنګ يې د ځانمرګو واسکټونه او سړک غاړي ماینونه هم جوړول.

 

درې نور نیول شوي کسان طالبان دي چې د پلخمري ښار اړوند سیمو کې يې ورانکاري فعالیتونه ترسره کول.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.