بغلان کې د طالبانو موټر په راکېټ ویشتل شوی دی

بغلان کې د طالبانو موټر په راکېټ ویشتل شوی دی

شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، چې د بغلان دوشي ولسوالۍ اړوند کیله ګي سیمه کې یې وسله وال طالبان وژلي دي .

شاهین قول اردو رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي په چهارشنبې بازار سیمه کې یې  نن سه شنبه دولس بجې په یوه موټر کې په سپرو طالبانو برید کړی چې پنځه طالبان پکې وژل شوي او موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی .

شاهین قول اردو دانه دي ویلي چې برید افغان ځواکونو د ځمکې له لارې کړی او که د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د طالبانو یاد موټر په راکیټي برید کې له منځه وړی او مرګ ژوبله یې اړولې .

 

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي چې برید کې ریښتیا هم طالب جنګیالي وژل شوي او که نه ؟

 

د بغلان دوشي ولسوالۍ کیله ګی هاغه ناامنه سیمه ده چې ډيرکله وسله وال طالبان په کې په افغان ځواکونو او افغان ځواکونه بیا په طالب جنګیالیو بریدونه کوي او یو بل ته مرګ ژوبلې اړوي .

 

محور ـ خبریال ـ نور ګل اندړوال

Leave a Reply

Your email address will not be published.