بغلان کې د یوه ښوونځي جوړېدو لپاره له زده کوونکوخښتې غوښتل شوي  

بغلان کې د یوه ښوونځي جوړېدو لپاره له زده کوونکوخښتې غوښتل شوي  

پلخمري ښار کې د هوا لیسې ودانۍ ځينې برخې د وخت په تېریدو سره لمنځه تللی او ددې لیسې مسوولینو اوس له زده کوونکوغوښتي چې له خپلو کورنو خښتې راوړي او د ودانۍ تخریب شوې برخې جوړې کړي .

په خواله رسنیو کې دپوهنې ریاست دمسوولینو دا کار د خلک له سختو نیوکو سره مخ شوی خودپوهنې ریاست وايي چې  دوی له چاخښتې نه دي غوښتي او دکار د والدینو شورا ترسره کړی دی .

 

د بغلان ولایتي شورا او دکاراوټولنیزو چارو ریاست په ماشومانو کار کول غیرقانوني بولي او وايي هرڅوک چې په دې برخه کې مجرم وي باید د قانون منګلوته وسپارل شي .

د بغلان مرکزپلخمري کې د هوادلیسې دتعمیر تخریب شوې برخې ته په زده کوونکو خښتې راوړل شوي او د پوهنې مسوولینوکم سنه زده کوونوباندې درانده کارونه پیل کړي .
زده کوونکي وايي چې ښوونکو او دلیسې مسوولینو ورته  ویلي و چې له کورنو مو خښتې راوړۍ څودښوونځي دودانۍ وران شوي ځایونه بیرته جوړ کړو .

د یوه زده کوونکي پلار مني چې له اولادونو یې ښوونځي خښتې غوښتې وي خو وايي دغه کار جبري نه  دی شوی او  هرزده کوونکي په خپله خوښه دښوونځي  د جوړولو لپاره خښتې وړي دي .

د هوالیسې مدیره وايي په زده کوونکو یې خښتې په خپل سر نه د ي راوړي .

مدني ټولنه دغه کار نیک بولي چې په زده کوونکو خښتې راوړل شوي او  په عام کېدو یې ټینګار لري.

د بغلان دپوهنې ریس سیداسماعیل مجاهد وايي د پوهنې هیڅ مسوول کس حق نه لري چې له زده کوونکو پیسې او یا بل څه وغواړي خو وايي دغه کار خپله دښوونځي دوالدینو شورا چې عام خلک پکې دي کړی یې دی.

د بغلان د کاراو ټولنیزو چارو ریاست او ولایتي شورا په زده کوونکو کا رکول او کم سنه کسان درنو کارونو ته رابلل ناقانونه کاربولي او ژمنه کوې هرهغه چاچې په زده کوونکو درانه کارونه کړي وي قانوني چلند به ورسره وکړي .

په ماشوموزده کوونکو باندې  کار پداسې په بغلان کې دهوادلیسې دمسوولینو له لوري کیږي چې د اوس لپاره په افغانستان کې د ماشومانو د کار د منع کولو داسې کوم مشخص پلان نه ښکاري چې يادې حکومت او ياد ې بهرنۍ مرستندويه ټولنې دهغو مخنيوى وشي کړى.

د کاردنړیوال سازمان مسوولین وايي چې د ښوونځيو په عمر د برابرو ماشومانو له ډلې څخه يې شاوخوا نيمايي ماشومان ښوونځيو ته ځي چې پکې دېرش په سلو کې يې کار کوي چې  ډېر دغه ماشومان په دوکانداري، هوټلونو، ورکشاپونو، کرنې او غالۍ اوبدلو کې بوخت دي  او که دپوهنې مسوولین هم په ماشومانو کاروکړي نوربه هم دغه کچه لوړه شي

Leave a Reply

Your email address will not be published.