بغلان کې ماین چاودنې ملکیان وژلي دي

بغلان کې ماین چاودنې ملکیان وژلي دي

 

د بغلان ولایت په تاه و برفک ولسوالۍ کې تېره ورځ د طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودېدو له امله، ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي او ۵ نور ټپیان دي.

یو شمېر امنیتي سرچینې وايي، ماین د طالبانو لخوا د والیبال لوبې میدان کې ځای پر ځای شوي و، چې د ملکیانو سر بېره یې طالبانو ته هم درانه تلفات اړولي دي.

ویل کېږي، په ماین چاودنه کې ۴ طالبان هم وژل شوي، چې په منځ کې قوماندانان هم موجود دي.

وژل شویو کې، د ملا عین الدین په نوم د طالبانو مخکښ قوماندان هم شتون لري چې بغلان کې د طالبانو د بریدونو د پلان لومړی درجه کس و

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.