بغلان کې پر طالبانو مرګوني بریدونه

بغلان کې پر طالبانو مرګوني بریدونه

بغلان کې افغان ځواکونو پر طالبانو ځپونکي بریدونه ترسره کړي دي.

تېر ماښام افغان هوايي ځواکونو د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند سیمه کې د طالبانو یو مهم قوماندان بشیر شاهین، چې څه موده مخکې يې د بغلان ولایت له اړوند سیمو ۶ هندي انجنیران تښتولي و، له خپل یو ساتونکي سره د هوايي برید پر مهال وژلی دی.

افغان ځواکونو د مرکزي بغلان ولسوالۍ کوکچنار سیمه کې هوايي برید کړی، چې ۶ طالبان یې ځای پر ځای وژلي دي.

بغلان کې له زیاتې مودې ورسوته دا لومړی ځل و چې افغان هوايي ځواکونه بریدونه ترسره کوي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.