بغلان کې ۴ نامسووله وسله وال وژل شوي دي

بغلان کې ۴ نامسووله وسله وال وژل شوي دي

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو نامسووله ډلو ترمنځ د نښتې پر مهال ۴ تنه وژل شوي دي او شپږ نور ټپیان دي.

 

د مرکزي بغلان روغتونو مسوولینو محور ته وویل (( د نهرین ولسوالۍ د تېرې ورځې له نښتې ۴ جسدونه چې د نامسووله وسله والو دي او ۶ نور ټپیان چې ملکي وګړي دي، دوی ته ور وړل شوي دي ))

 

دغه نښته د تېرې ورځې سهار د نهرین ولسوالۍ په مرکز لوګریانو سیمه کې پیل شوې وه چې د ورځې تر پایه روانه وه.

 

شمال په ځانګړې توګه بغلان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې نامسووله و سله وال په کې پراخ فعالیت لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.