بلخ کې له یوولسو ورځو وروسته مخابراتي شبکې بیا فعاله شوې

بلخ کې له یوولسو ورځو وروسته مخابراتي شبکې بیا فعاله شوې

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: بلخ ولایت کې له ۱۱ ورځیني ځنډ وروسته خصوصي مخابراتي شبکو یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

د خصوصي مخابراتي شبکو فعالیت د شپې لخوا هغه مهال بند شو چې طالبانو وګواښل.

د بلخ سیمه ییزو مسوولینو بیا د خصوصي مخابراتي شبکو د بې غورۍ له امله اجازه ور نه کړه چې دا کمپنۍ دې د ورځې لخوا هم فعالیت پیل کړي.

دا یوولس ورځې بلخ کې یوازې سلام مخابراتي شبکې کار کاوه

دې چارې د بلخ اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

پر مخابراتي شبکو نیوکې دي چې جواز له حکومت اخلي، امنیت له حکومت غواړي، خو امرونه د طالبانو مني او کار هغوی ته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.