بلخ کې یو دیني عالم وژل شوی

بلخ کې یو دیني عالم وژل شوی

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ په قوریقه کلي کې ناپېژانده وسله والو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

 

دغه دیني عالم ملا شریف نومېږي چې لمانځه ته د تګ پر مهال وژل شوی دی.

 

تر اوسه د دې دیني عالم د وژلو لامل نه دی څرګند.

 

د سیمې خلکو ویلي، ملا شریف چاسره دښمني او شخصي ستونزه نه درلوده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.