بهرنیو چارو وزارت کې د خپلسرو او ګوندي ګومارنو بهیر یوه بېلګه

بهرنیو چارو وزارت کې د خپلسرو او ګوندي ګومارنو بهیر یوه بېلګه

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۲ مه:

کلونه کېږي بهرنیو چارو وزارت کې د خپلسرو، سلیقوي، عُقديي او ګوندي ګومارنو راپورونه ورکول کېږي.

تازه کاناډا کې د افغانستان سفارت د دویم سکرټر په توګه داسې یو کس ګومارل شوی دی چې د انګلیسي ژبې لومړني مراحل يې هم نه دي زده.

د قیام الدین حازق په نوم یو کس چې همدا نن يې کاناډا کې د افغان سفارت دویم سکرټر په توګه ګومارنه د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني لخوا منظور شوې، په انګلیسي ژبې بوی هم نه وړي.

حازق چې کابل کې له یو خصوصي پوهنتون تازه فارغ شوی دی، ګومارنې يې ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

که څه هم سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ویلي چې دغه وزارت کې خلک د وړتیا او پوهې پر اساس ګومارل کېږي، خو لیدل کېږي چې کاناډا کې د افغان سفارت د دویم سکرټر په توګه حازق نومی شخص د وړتیا نه، بلکې د ګوندي اړیکو پر اساس مقرر شوی دی.

د حازق د فېسبوک پر پروفایل په ښکاره د یو ګوند او ټاکنیزې ډلې عکس لګول شوی دی.

د حازق یو ټولګیوال د نوم نه ښودلو په شرط محور ته وویل، هغه په یو خصوصي پوهنتون کې دوه سمسټره سر په سر ناکامه شوی دی او د نمرو اوسط يې هم له ۵۰ کم دی.

حازق پر خپله فېسبوک پاڼه د عبدالله عبدالله لګولی دی او کاوور عکس يې د جمعیت ګوند د پخواني مړه شوي رهبر رباني عکس لګولی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله یوه تازه مرکه کې نیوکه کړې چې بهرنیو چارو وزارت له اغا زاده ګانو ډک دی.

اداري اصلاحاتو کمېسیون او یو شمېر نورو بنسټونو بهرنیو چارو وزارت ته د کار کوونکو د ارزونې په موخه پلاوي لېږلي دي خو صلاح الدین رباني ددې  اصلاحاتو مخنیوی کړی دی.

یوه تازه سروې ښيي چې بهرنیو چارو وزارت کې د وړتیا پر اساس هېڅوک نه دي ګومارل شوي دي، هغه کسان چې ګومارل شوي دي، د یو ځانګړي ګوند استازي دي.

اعلان شوې سروې کې ویل شوي و چې بهرنیو چارو وزارت کې داسې کسان هم شته دي چې حتا د دولسم ټولګي سند نه لري خو په دویم درېیم بست کار کوي.

سروې کې  وړاندې راغلي، چې زیاتره ډیپلماټان چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خارج ته لېږل کېږي، زیات یې بېرته نه راځي او هلمته تري تم کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.