بوش تاریخ بابېزه و ګاڼه او افغانستان ته ننوت، ټرمپ تاریخ هیروي او له افغانستان څخه وځي

بوش تاریخ بابېزه و ګاڼه او افغانستان ته ننوت، ټرمپ تاریخ هیروي او له افغانستان څخه وځي

لیکنه: ډېوېډ سېډني

سرچینه: ډېلي بیيسټ

 

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په پنځلسمه نېټه، هغه مهال چې وروستی شوروی جنرال له افغانستان څخه د یوه پله له لارې ووت، زه په سپینه ماڼۍ کې د وضعیت په خونه کې وم. ټولو خوښي کوله چې د لسیزو کار یې نتیجه ورکړه خو د هېچا دې ته پام نه وو چې یواځي د شورویانو وتلو او یوه ساده تړون د افغانستان جګړه نه ختموله بلکې داسې ځواکونه یې راوزېږول چې د ډېرو غمیزو لامل شوه او نن هم موږ ګواښي.

د ۱۹۸۰یمو کلونو په وروستیو کې د شوروي، امریکا، پاکستان او افغان مجاهدینو او نورو ترمنځ د سولې خبرو د لړۍ وروستی ګام له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو وتل وو. خو په هغو خبرو کې يې د پاکستان او مجاهدینو په ټینګار د هغه وخت افغان حکومت یا د اکثریت افغانانو استازي راګډ نه کړل. په ورته توګه، پدې خبرو کې د رښتینې سولې پر کلیدي مسایلو هم خبره ونشوه؛ لکه، د باثباته سیاسي نظام رامنځته کول، د کاري اقتصادي جوړول او د ټولنیز عدالت او مسئولیت مننې تأمینول.

“د آسیا بنسټ د وروستۍ سروې پر بنسټ، ۸۲ سلنه افغانان د طالبانو سره خواخوږي نه لري او ۹۰ سلنه خلک وايي چې له دوی څخه وېره لري.”

متأسفانه، لکه چې ټول اوس پوهېږو، ساختګي سولې په افغانستان کې تاوتریخوالی له منځه یونه وړ. برعکس، د کورنۍ جګړې، د طالبانو د ظالم رژیم د ظهور، له ښځو د ناوړې ګټې اخیستنې، د سلګونو زرو مرګ ژوبلو، د میلیونونو خلکو د مهاجرت او په افغانستان کې د دوامداره تاوتریخوالي لامل شوه. په نوره نړۍ کې هم، د سولې ضعیف تړونونه د کړکېچ زېږېونکو ځواکونو د رامنځته کېدلو لامل شوي لکه د القاعدې، داعش او بوکو حرام ډلې چې له نیویارک څخه تر اندونیزیا پورې په خرابکارۍ او ترهګرۍ کې بوختې دي.

د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په قطر کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو سره د خبرو لړۍ پدې هیله بیا پیل کړه چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او یا هم لږ تر لږه په جګړه کې د امریکا مستقیم نقش ته د پای ټکی کېښودل شي. د طالبانو په ټینګار، پدې خبرو کې افغان حکومت یا د هغو ۹۰ سلنه خلکو استازي ندی راګډ شوی چې د طالبانو مخالف دي یا ترې ترهه لري، او دا هماغه د ۳۰ کاله پخوا کیسه ده چې وړاندې ذکر شوه.

سږ کال د سولې د خبرو د یوې لړې څخه وروسته خلیلزاد چې په ۱۹۸۰یمو کلونو کې هم د امریکايي ټيم کلیدي ډيپلوماتیک سلاکار و، وویل چې له طالبانو سره يې په یوه “چوکاټ” هوکړه کړې تر څو امریکایان به وځي او طالبان به دا ډاډ ورکوي چې دوی به نور له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

خلیلزاد ویلي دي چې یو ډول “بین الافغاني خبرې” او اوربند باید د توافق یوه برخه وی او “تر هغه چې په هر څه موافقه نه وي شوې، په هېڅ موافقه نه کېږي”. خو ډېری افغانان دې ډاډګیرنو ته د شک په سترګه ګوري ځکه د دوی اوس هم په زړه دي چې څه ډول د شوروي له ماتې څخه وروسته امریکا دوی یواځې پرېښودل او څه ډول يې په ۲۰۰۱ کې جنګسالاران واک ته ورسول او په افغانستان کې يې په بیړه وړاندې له هغه چې خپل بل ستر هدف (عراق) ته ورشي، “فتحه” اعلان کړه.

له افغانستان څخه په ۱۹۸۹ کې د شوروي ځواکونو وتل په سوله منجر نه شول او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د افغانستان یواځې پرېښودل د امریکا د لاډېر خوندیتابه لامل نه شول. همدا ډول، نن هم بده سوله آن د ډېرو لویو خرابیو لامل کېدای شي. لا له وړاندې په افغانستان کې ځوان ټبر او قومي او مذهبي لږکیو وسلوالې ډلې جوړې کړي، د وسلو ترلاسه کولو په لټه کې دي او له طالبانو سره چې د سولې په لباس کې به راځي د جګړې او له ځان څخه د دفاع تابیا نیسي.

افغان دولت ته چې د اکثریت مطلق افغانانو استازی دی باید د سولې په خبرو کې ځای ورکړل شي کنه دا به یوه ناعادلانه او نامتوازنه سوله وي چې ژر به شلېږي او افغانستان به یو ځل بیا بحران ته ورټېل وهي چې هلته به بیا حالت تر اوس هم بې ثباته او خطرناک وي. که داعش یا القاعده نه وي هم کومه بله تر دوی ډېره زوروره ډله به راپورته کېږي تر څو امریکا ته زیان ورسوي.

د پېشدستۍ لپاره، امریکا ته اړینه ده چې طالبانو ته نور د خبرو د شرایطو د وضع کولو اجازه ورنکړي. افغان دولت باید په خبرو کې شتون ولري او د ښځو، ځوانانو او لږکیو استازي باید د افغان دولت سره مل وي.

خو امریکا پر داسې نامشروع، نادولتي لوبغاړي بروسه کوي چې د نشه ايي توکو له قاچاق او ناقانونه فعالیتونو څخه پيسې ترلاسه کوي او نږدې ټول افغان ترې ترهه لري.

د آسیا بنسټ د وروستۍ سروې پر بنسټ، ۸۲ سلنه افغانان د طالبانو سره خواخوږي نه لري او ۹۰ سلنه خلک وايي چې له دوی څخه وېره لري. طالبانو له هغه وروسته هم خپل ډېر ولسي نفوذ له لاسه ورکړ چې دوی د ملاعمر د مړینې د خبر په تړاو درې کاله درواغ وویل.

که خلیلزاد خپلې همدې لارې ته ادامه ورکړي، نو لاس دې له افغانستان څخه پرېمینځي. دا کار میاشتې او کلونه نیسي، خو که دوی وتلو ته داسې بیړه لري، نو دا به په لومړي قدم کې د افغانانو د سختې وینې تویېدنې لامل شي او په وروسته راتلونکې کې به د نورو وینې هم پکې وبهول شي. او افغانستان به خپلې هغه سترې ټولنیزې، ډیموکراټیکې او اقتصادي لاسته راوړنې له لاسه ورکړي چې په تېرو اوولسو کلونو کې یې ترلاسه کړي دي.

که امریکا پر خپل خره سپره وي او پدې خبره ځان خلاصوي چې افغانستان د افغانانو خپل مسئولیت دی، پرته له دې چې کوم رول پکې ولوبوي، نو امریکا دا هیروي چې په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته راغله او هماغه جنګسالاران يې واک ته ورسول چې د کورنۍ جګړې لامل شوي وو.

همدغو جنګسالارانو د کرزي ملاتړ کاوه او څو اونۍ وړاندې هم له طالبانو سره په مسکو کې ناست وو. که د افغانستان راتلونکی مشرتابه دغسې وي، نو موږ یوه خطر او ګډوډۍ ته ورنږدې کېدونکي یو.

امریکا باید له عراق څخه په بیړه د وتلو اړوند درس واخلي چې د داعش د رامنځته کېدو لامل شوه او وروسته يې هڅه وکړه چې خپل لړل پاک کړي.

له طالبانو سره د دوحې د خبرو اوسنی مسیر د امریکا پر وړاندې امنیتي ګواښونه لاډېروي، که اوس په هوښیارۍ ګام وانخیستل شي او له افغان حکومت او خلکو سره د یوې پایدارې سولې په تړاو کار ونشي، په اوږدمهال کې، دا چاره په لوړ قیمت تمامېدای شي.

امریکا په تېرو اوولسو کلونو کې د تعلیم او افغان ښځو د پیاوړتیا په برخه کې پراخه پانګونه کړې او په هېواد کې یې د ډیموکراسۍ، رسنیو او اقتصادي ښېرازۍ لپاره ډېر څه کړي. دا به ډېره جفا وي چې امریکا پداسې مهال له افغانستان څخه وځي چې هغه هېواد امنیت او ثبات ته اړتیا لري او بیا پداسې وخت کې چې د امریکا د وتلو شرایط واک ته د طالبانو د راستنېدلو لامل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.