تازه چاڼ کېدونکو ولسوالیو ته ځانګړې چوپړتیاوې برابرېږي

تازه چاڼ کېدونکو ولسوالیو ته ځانګړې چوپړتیاوې برابرېږي

د حمدالله محب په مشرۍ امنیتي سکټور  ناستې پرېکړه وکړه، د هغو ولسوالیو لپاره، چې نوې تصفیه او د وسله والو له فعالیته پاکېږي، د خدماتو د پراختیا ځانګړي پلانونه په پام کې ونیول شي.

په دې لړ کې به په یادو ولسوالیو کې په دوو پړاوونو کې پروژې پلې او عملي شي.

لومړی پړاو یې بېړنۍ او لنډ مهاله پروژې او مرستې دي، چې تر تصفيې وروسته ډېر ژر اړمنو خلکو او سیمو ته وړاندې کېږي.

 په دوېم پړاو کې اوږدمهاله پروژې دي، چې د ستراتیژیکو او پراختیايي پلانونو په چوکاټ کې به تنظیم شي.

د امنیتي سکتور مشرتابه ناستې، د پوځي ادارو ترڅنګ د کلیو پراختیا، پوهنې، کرنې او مالیې وزارتونو او د چارو ادارې عملیاتي واحد ته دنده وسپارله، چې په دې برخه کې له خپلې خوا مرستې او خدمات تیار او د اړتیا پر مهال یې سیمو ته ورسوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، چې هیوادوال حق لري د ضرورت په وخت کې رسیده ګي ورته وشي او هغه څه ورته برابر شي، چې وړاندې تر دې نه و ورته رسېدلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.