تخار کې امنیتي مسوولینو خبریالان ګواښلي دي د تخار امنیه قوماندان حشمت مسلم هغه خبریالان ګواښلي چې د دې ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د ملي اتل غازي امان الله خان دوو شلېدلو عکسونو ته یې خبري پوښښ ورکړی دی. تېرو دوو اونو راهېسې د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د ملي اتل غازي امان الله خان دوه عکسونه په رڼا ورځ د ځینو کسانو لخوا شلېدلي چې تر اوسه پولیسو په دې اړه څوک نه دي نیولي. د تخار اوسېدونکو امنیتي مسوولینو ملامته کړي چې ولې يې د عکسونو شلوونکي نه دي نیولي. هغوی غوښتنه کړې چې دغه کسان باید ونیول شي او قانوني چلند دې ورسره وشي.
Leave a Reply