کورنیو چارو وزارت وايي، د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې يې نن چهارشنبه د ملا نعیم په نوم د طالبانو یو قوماندان وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا نعیم ته افغان ځواکونو د دشت قلعه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې کمین نیولی و.
د خبرپاڼې په حواله، کمین کې دوه میله کلاشنیکوفونه او ځینې نور نظامي وسیال د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
Leave a Reply