تخار کې ۴ غله نیول شوي دي

تخار کې ۴ غله نیول شوي دي

افغان ځواکونو تخار کې هغه څلور تنه نیولي چې ښار او ځینو نورو سیمو کې به یې غلاوې، قتلونه او قاچاق کاوه.

 

پولیس وايي، نیول شویو کسانو په ولسوالیو ک هم ملګري درلودل چې د هغو د نیولو هڅې هم روانې دي.

 

نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ویلي دي چې زیاتو جنایي پېښو کې يې لاس درلود.

 

په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جنايي پېښو زیات مرتکبین نیولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.