تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

افغان ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهېسې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي دي.

امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو هوايي برید کړ چې له امله یې ۵ پاکستاني داعش اورپکي وژل شوي دي.

غزني کې هم افغان ځواکونو د طالبانو په یو  مرکز برید کړی چې له امله یې ۶ طالبان وژل شوي او یو شمېر وسلې د افغان سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

د امنیتي سرچینو په خبره، د پکتیکا په ګومل کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، چې چې په پایله کې يې ۴ طالبان وژل شوي او ددې ډلې دوه عرادې رېنجر موټر هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي

بلخوا د هېواد له شماله هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

مسوولینو ايي، د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې افغان ّځواکونو عملیات کړي چې ددې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال په ګدون ۴ طالبان وژل شوي او ۸ نور يې ټپیان دي.

طالبانو بیا تېره شپه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید کړی چې ۶ ملي پولیس یې وژلي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.