جلال آباد کې چاودنې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال آباد کې چاودنې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو پر رینجر موټر ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دی او دوه نور ټپیان دي.

 

چاودنه هغه مهال شوې چې د پولیسو یاد رینجر موټر په ګزمه بوخت و.

 

سیمه ییزو مسوولینو ویلي، د پښې په اړه يې څېړنې پیل کړي.

 

تر اوسه د یادې پښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.