جوزجان کې پر طالبانو مرګونی برید شوی دی

جوزجان کې پر طالبانو مرګونی برید شوی دی

د جوزجان په فیض اباد کې افغان کومانډو ځواکونو د طالبانو په یو مرکز برید کړی چې له امله یې ددې ډلې ۱۸ غړي  وژل شوي دي.

 

شمال کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې برید افغان ځواکونو کړی دی.

 

کومانډو ځواکونو هوايي بریدونه او ځمکني عملیات د جوزجان ولایت فیض اباد ولسوالۍ  په میملک کلي کې کړي چې په پایله کې يې د مولوي ظریف په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي.

 

خپرپاڼې د طالب قوماندان نوم ملاظریف ښودلی او زیاته شوې یاد طالب قوماندان د جوزجان ولایت کې په یوشمېر جګړه ییزو پیښو کې لاس درلود.

Leave a Reply

Your email address will not be published.