حامد کرزي د ټرمپ څرګندونې غندلي

حامد کرزي د ټرمپ څرګندونې غندلي

مخکېني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ هغه څرګندونې چې افغانستان د ترهګرو لابراتوار دی غندلي دي.

کرزي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دی.

هغه امریکا تورنه کړې چې ګنې د ترهګرۍ ودې لپاره کار کوي.

نوموړي څرګنده کړې چې افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې زیاتېدو مسوول مونږ نه یو.

کرزي ویلي د سولې پروسه باید افغاني بڼه خپله کړي او جګړه پای ته ورسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.