حسین بخش صفري هیواد ته راستون شو

حسین بخش صفري هیواد ته راستون شو

محور: سه شنبه، د مرغومي۱۰مه
د آزادو مبارزو افغان لوبغاړی حسین بخش صفری نن هیواد ته راستون شو. حسین بخش صفري چې د آسیا د جوجیتسو قهرمان دی د روسي سیال له ماتولووروسته نن هیواد ته راستون او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.حسین بخش صفري د یکشنبه په شپه د (ګلوبل فایت نایت) په نړیوال سازمان کې د روسیې د مسکو ښار په (آدرنالین) لوبغالي کې له روسیې سیال( پیتربرګ) سره سیالي وکړه. نوموړي د دې سیالۍ په درېیو پړاوونو کې ډېر امتیازونه ترلاسه او خپل حریف ته یې ماتې ورکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.