حمید حسن بیا د کرکټ ډګر ته راودانګل

حمید حسن بیا د کرکټ ډګر ته راودانګل

 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حمید حسن بېرته له ملي ټیم سره یو ځای شو

افغان ملي لوبډ‌له چې اوس په هند کې تمریناتو باندې بوخته ده، حمین حسن هم دغه تمریناتي کمپ ته ورغلی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ویلي: حمین حسن ځکه هند کې د افغان ملي ټیم له تمریناتي کمپ سره یو ځای شوی، چې روزونکي وګوري تر څو دی راتلونکو لوبو ته چمتو دی کنه؟

حمید حسن افغان لوبډله کې یو له پیاوړو او بېسارو تېز توپ اچوونکو څخه و چې افغانستان پرې زیات حساب کاوه

حمید حسن کلونه مخکې دوبۍ کې د کرکټ د نړیوالې شورا په ګټه لوبېدونکې لوبډله کې د پښې له اړخه ټپي شوی و، چې تر اوسه هم هغسې چې لازمه ده، نه دی ښه شوی

افغانستان به نږدې ورځو کې له ایرلنډ سره شل اوریزې او یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.