حکمتیار: له بهره تپل شوې سوله د عملي کېدو وړ نه ده

حکمتیار: له بهره تپل شوې سوله د عملي کېدو وړ نه ده

محور؛ جمعه، د اسد څلورمه: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نن یې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، له بهره تپل شوې سوله نه افغانانو ته د منلو وړ ده او نه به عملي شي.

هغه وویل، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید افغانان پرېږدي چې خپل برخه لیک په خپله وټاکي.

حکمتیار څرګنده کړې چې د سیمې هېڅ هېواد باید خپله اراده په افغانانو تحمیل نه کړي.

د هغه په خبره، د افغانستان د بحران یواځینۍ لار دا ده چې افغانانو خپلو کې سره کېني او خپله د جګړې د پای لپاره یوه حل لار ولټوي.

نوموړي وویل، حکومت باید د خلکو لخوا وټاکل شي.

حکمتیار د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وویل، خپل زوره له افغانانو سره نه، بلکې له روسیې سره وا ازمویه.

ښاغلي حکمتیار د جمهوري ریاست ټاکنو ته په اشارې وویل چې دغه ټاکنې باید ضرور وشي او رڼې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.