د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین خوشحال سادات او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر د ننګرهار امنیتي وضعیت ارزلو په موخه دغه ولایت ته تللي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، له کابله ورغلي ستر امنیتي چارواکي به د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت و ارزوي.
امنیتي چارواکي پر داسې مهال ننګرهار ولایت ته سفر کوي چې تازه افغان ځواکونو د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش خلاف پراخ عملیات پیل کړي چې یوازې تېره ورځ يې د پاکستانیو په ګډون ۸۷ داعشیان وژلي و.
Leave a Reply