د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کومانډو قول اردو کې د افغان سرتېرو یوې ستاینغونډې ته په وینا کې وویل، د غزني په شان عملیات به نور هم زور واخلي او افغان کومانډو ځواکونه به د هېواد په هر ګوټ کې د مخالفینو ځالو ته ورځي او پر هغوی به بریدونه کوي.
هغه وویل، زه د افغان سرتېرو په وړتیاوو ویاړم
د خالد په وینا، هغه کسان چې غواړي د افغانستان د خلکو ارام ژوند ناارامه کړي، دوی به یې هېچېرې په کراره پرېنږدي.
خالد هغه سرتېري هم وستایل چې تېره شپه يې غزني کې د طالبانو پر زندان چاپه کې برخه اخېستې وه.
Leave a Reply