خوست کې د لومړي ځل لپاره له تیارو ” پېش ساخت ” موادو څخه ښوونځی جوړ شو

خوست کې د لومړي ځل لپاره له تیارو ” پېش ساخت ” موادو څخه ښوونځی جوړ شو

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: د خوست ولايت، باک ولسوالۍ اړوند سپېرکي کلي کې د لومړي ځل لپاره د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا اته ټولګیز منځنی ښوونځى د پيش ساخت موادو څخه اعمار شو.

د خوست ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي: د دغه ښوونځي چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او ‌ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

ورته ښوونځي د خوست ولایت په نورو ولسوالیو کې هم جوړېږي چې چارې يې عملآ روانې دي.

له تیارو پېش ساخت موادو څخه د ښوونځيو جوړېدو طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني وه چې په لومړي ځل کابل ولایت کې پلی شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.