خوست کې هم خوشال بابا فکري بهیر پیل شو

افغان ملي غورځنګد افغان ملي غورځنګ  له خوا د هېواد په یو شمیر ولايتونو کې د خوشال بابا فکر بهير غونډې  د پیلولو په لړ کې  نن په خوست کې هم دا بهیر پیل شو. د  افغان ملي غورځنګ غړی خوشال روهي وویل دا بهير به هره اونۍ غونډې کوي، چې ځوانان به په کې ادبي بحثونه، مخ کتنې، کره کتنې، مشاعرې او په مسایلو تاوده بحثونه کوي.

هغه وایی په هره غونډه کې به په یوه ځانګړې موضوع پرزنتیشن هم ورکول کیږي چې د ځوانانو له پاره ګټور دی. خوستی فرهنګیان او لیکوالان دا یوه نیک اقدام ګڼي او وایي ډیر ځوانان لیوالتیا لري چې دا ډول غونډو کې ګډون وکړي.

ویل کیږي دا په خوست کې  د خپل  ډول لومړنی ګام دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.