د خوست ولایت بېلا بېلو سیمو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱ نیم ټن چرس نیول شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل، نیول شوي چرس د خوست له لارې بل لوري ته لېږدول کېدل چې د ملي امنیت ځواکونو د کره اطلاعاتو په اساس نیول شوي دي.
د ملي امنیت د مالوماتو له مخې، په تېر یو کال کې په خوست ولایت کې ۲۱۰ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او انتقال په تور نیول شوي دي.
Leave a Reply