خوشحال سادات غور ته تللی دی

خوشحال سادات غور ته تللی دی

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات د غور ولایت امنیتي وضعیت ارزولو په هدف دغه ولایت ته تللی دی.

سادات پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: غور ته تللی وم. له نظامي مسئولینو، قومي مشرانو او خلکو سره مو ولیدل. د فیروز کوه امنیتي وضعیت مو وارزوه. تیورۍ ولسوالۍ ته ولاړو. نظامي تاسیسات مو ولیدل او له ځواکونو سره مو خبرې وکړې. د نوي امنیه قومندان له لاسته راوړنو او هلو ځلو مو مننه وکړه. ځوانانو او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ښوونځيو ته ‌‌‌‌‌‌ډلې ‌‌‌‌‌‌ډلې تلونکیو ماشومانو د خوښۍ احساس را کړ. غور د افغانستان زړه دی، هیڅکله به بې غوره نشي پاتې. دښمن باید وپوهېږي چې مونږ ته د افغانستان لوېشت لوېشت زمکه مانا لري. له هیڅ سیمې او هیڅ ځای څخه غافله نه یو. د خلکو پراخ ملاتړ او د الله نصرت له مونږ سره دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.