خوشحال سادات له خواجه عمري ولسوالۍ لیدنه کړې

خوشحال سادات له خواجه عمري ولسوالۍ لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات د غزني ولایت له خواجه عمري ولسوالۍ لیدنه کړې ده.

 

سادات په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ ته تللی و او هلته یې د امنیتي ځواکونو له نویو جوړو شویو تاسیساتو لیدنه کړې ده.

 

سادات ویلي چې په خواجه عمري او ده یک ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ بشبړه همغږي موجوده ده او مخالفین به نور پر دوی بریالي نه شي.

 

د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ څه موده وړاندې افغان ځواکونو د طالبانو له ولکې بهر کړه.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.