درې هفتې مهلت او بیا څه ؟

ډاکټر طلا پاميرڅو ورځې مخکې، افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني له اسلام آباد نه وغوښتل چی د طالبانو له اوږد مها له ملاتړ څخه لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د خپل ملاتړ دریښتینولۍ په موخه لاندې ګامونه پورته کړي:

  • اسلام اباد بايد د طالبانو پسرلني عملیات په رسمي توګه وغندي.
  • ۲ – پاکستان باید د تروريزم پر ضد عملیات تر حقاني شبکې وغځوي
  • ۳ – په افغانستان کې د وروستيو پيښو مسوولين دې ونيسي
  • ۴ – د پاکستان مشران بايد افغان طالبانو ته د خوندي ځايو ورکولو څخه ډډه وکړي
  • ۵ – د طالبا نو د کوټې او پېښور شوراګانوغړي بايد نظر بنده شي او د ملګرو هېوادونو ملي امنيت ته د خطر پېښولو په تور بايد محاکمه شي
  • ۶ – د بنديانو پر تبادلې موافقه وکړي؛ د طالبانو ټپيانو ته دېپه پاکستان کې د درملنې اجازه نه ور کوي.
  • ۷ – د کيمیاوي موادو او هغو برقي الاتو پلورل محدود کړي چې د چاودېدونکو موادو په توګه کارېدلای شي.

د اسیا زړه کانفرانس

اوس پوښتنه داده چې که د پاکستان دولت داسې ګامونه چی تمه یې کیږی وا نخلی، د افغانستان دولت به کومه لوبه پیل کړي او څه کولای شي؟

په بله ژبه، آیا د افغانستان دولت د پاکستان پر وړاندی د (ب) تګلاره لري او که نه؟

د ښا غلي ولسمشر په لیک کې دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویل  شوی.  په ټوله کې، دافغانستان دولت تر اسه د جنګ، سولې او د پاکستان سره د اړیکو د څرنګوالي لپاره کومه روښانه ستراتیژي نه لري. د افغانستان دولت په تیره یوه لسیزه کې ونه غوښتل او یا یې و نشوای کولای چې د پاکستان په وړاندې یوه کارنده، لنډ مهاله او اوږد مهاله ستراتیژي جوړه کړي. په هر حال، اوس چي  د افغانستان – پاکستان  د اړیکو د ښه والي لپاره د ولسمشر ډاکټر غني له  هڅو سره سره، د اسلام آباد دوه مخي سیاست یو ځل بیا افغان ولس ناهيلی کړی دی، د افغانستان ځینې سیاسي څېرې او په خپله په دولتي نظام کې د ننه (په ملی شورا او حکومت کې) یو شمیر سیاستوال حکومت ته وړاندیز کوي چې د پاکستان سره دې د سیاسي خبرو اترو دروازه بیخي بنده کړي؛ د طالبانو پرضد دې پوځي عملیات پراخ او سخت شي؛ دا منیت په برخه کې دې د پاکستان پر وړاندې د ورته عمل (عمل بالمثل) او نا اعلان شوې جګړې تګلاره غوره کړي.

شک نشته چي هر یو خپلواک دولت حق او دنده لري چې له خپل ځان او خپلو ملي ګټو نه دفاع او ساتنه وکړي خو خبره پر ممکنه لارو چارو، پر وس (توان) ګټه او تاوان کې ده. په بله ژبه، ایا د افغانستان دولت په ریښتیا هم څه کولای شي او د کړنو پایلې به یې څه وي؟

 

راځی چي لمړی  پورتنیو وړاندیزونو ته یوه کره کتنه وکړو؛ ګټه او تاوان یې وڅیړو:
له پاکستان سره د سیاسی اړیکو د دروازو تړل:

 دلته سم دستي،  پوښتنه دا ده چې څوک چاته د اړیکو اړتیا لري؟

ښکاره ده چې په ننیو حالاتو کې افغانستان  تر ډېره پاکستان ته اړ دی. افغانستان په وچه کې را ګیر هیواد دی او د بهر سره یې د افتصاد په ډ ګر کې یوه زیاته برخه را کړه ورکړه د پاکستان له لارې تر سره کیږي.

د ډیورنډ تپل شوې کرښې  افغان قومونه او کورنۍ سره ویشلې دي. سربېره  پر دې، زمونږ شاوخوا یو نیم ملیون هیواد وال پاکستان ته ګډه شوي، هلته مېشت او کاروبار لري.

د افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو پنډ ځایونه او پټن ځایونه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې دي.

غذایي توکو لکه اوړو، نباتي غوړيو، وریجو او همدا شان ځینې نورو صنعتي توکو، دوا او درمل ته زمونږ د خلکو اړتیا تر ډېره له پاکستان نه پوره کېږي. که پاکستان یوازي یوه میاشت د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړي، افغانستان له ډیرو ټولنیزو، اقتتصادي او امنیتي ستونځو سره مخامخ کیدای شي. زما په اند د پاکستان سره د اړیکو پرې کول د افغانستان په ګټه نه دي. د د یپلوماسۍ در وازه باید تل پرا نیستې وي خو مونږ ته ښایي چې ‌‌ډپلوماسي زده کړو.

 

د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیا تو پراختیا او سختوالی:

افغان پوځ او امنیتي ځواکونه همدا اوس د افغانستان په زیاتو سیمو، کلیو او بانډو کې په ټول توان او قوت له طالبانو سره په سخته او خونړۍ جګړه بوخت دي خو پایلی یې د قناعت وړ نه دي.  دولتي ځواکونه که په یوه سیمه کې بری تر لاسه کوي په بله سیمه کې ماته خوري.

د بېلګې په توګه په تیرو دو میاشتو کې په غزني، هلمند، اروزګان، بدخشان او کندوز کې پراخ او درانه پوځي عملیات تر سره شول. په غزنې کي د ناوې ولسوالي د دولت تر کنترول لاندې راغله خو یوه اونۍ وروسته امنیتي ځواکونه د لوژیستکي ستونځو په وجه دناوې له ولسوالۍ ووتل چې په دې سره طالبانو یوځل بیا دناوې پر ولسوالۍ او ور سره یوځای د خوګیاڼیو پر ولسوالۍ خپله قبضه ټینګه کړه.

په هلمند او اروزګان کې په همدا شان دولت ونشوای کولای چې د جنګ په ډګر کې خپلې لاسته راوړنې وساتي او د سیمې خلکو ته سوله او ډاد من امنیت ور په برخه کړي.

د کندوز په عملیا تو کې تر ۸۰۰۰ زیاتې کورنۍ بې ځایه، لږ یا ډیر ۲۰۰ ملکي وګړي ووژل شول خو سیمه، کلي او بانډې له طالب جنګیالیو نه پاکې نه شوې. دولت و نشو کولای چې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو  ته ستنې کړي او یا مرسته ور ورسوي.  په پای کې، دولت د قومي ملیشو جوړولو ته مخه کړه چې په را تلونکې کې به د دولتي نظام لپاره یو ستر سرخوږی جوړشي او په سیمه کې به د میشتو قومونو تر منځ د بې باورۍ، کرکې او دوښمنیو لامل هم وګرځي.

لنډه داچې د جګړې بیه د طالبانو په پرتله د دولت لپاره په کرا تو، کراتو لوړه ده. یوازی د ۲۰۱۵ کال د جنوری او اپریل د میاشتو تر منځ موده کې له (۱۸۰۰) زیات افغان امنیتي منسوبین وژل شوی او (۳۴۰۰) تنه زخمیان دی.

 

د پاکستان پر وړاندې د نا اعلان شوی جګړې اویا د ورته (بالمثل) عمل تګلاره:

د ښاغلی حامد کرزي د واکمنۍ په وروستي کال کې د ملي امنیت شورا د ښاغلي ډاکټر سپنتا تر مشرتابه لاندې هڅه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې د (ب) تګلاره، هماغه د ورته عمل تګلاره جوړه او پلې کړي. په دې برخه کې زمونږ ملي امنیت یو څه لاسته واوړنې هم لرلې.

پاکستاني طالبانو ته شین چراغ  ورکړل شو او له هغوی سره د اړیکو تار هم و موندل شو خو، د افغانستان دغه لومړني ګامونه زمونږ د ستراتیژیکو شریکانو په ځانګړې توګه د امریکا او انګلیس د سخت مخالفت او غبرګون سره مخامخ شول. ان تر دې چې، د امریکې ځانګړو ځواکونو زمونږ تر حاکمیت لاندې خاوره کې د ملي امنیت په یو ځواک چې د لوګر ولایت په سیمه کې په اړونده دنده بوخت وو، برید وکړ او د زور په کارولو سره یې د پاکستاني طالب جنګیالیو یو نامتو مشر (مسید) چې افغان امنیتي ارګا نونو ډیره پانګه پرې اچولې وه،  برمته او د بلګرام په جېل کې واچولو چې بیا وروسته یې پاکستاني امنیتي چارواکو ته ور وسپاره.

امریکایي ځواکونو د افغانستان د کنړ او نورستان په سیمه کې د پاکستاني طالبانو هغه یو کم شمېر جنګیالي چې د ډیورنډ له کرښې افغاني غاړې ته را اوښتي وو په نښه کړل. ددې تر څنګ، د پاکستان پوځ د امریکایي جنرالانو په همغږۍ، په دی پلمه چې د افغانستان په کنړ او نورستان کې پاکستاني طالبان پټن ځایونه لري، زمونږ په خاوره او دولتي واکمنۍ بر بنډ یرغل او تیری پیل کړ. د ډیورنډ د کرښې په افغاني غاړه کې یې تاڼې او دروازي جوړې کړې؛ د کنړ ولایت په غرونو، کلیو او بانډو یې پوره یو کال، په زرګونو  د توپ او ټانک مرمۍ و اورولې.

افغان دولت (د ښاغلی کرزی واکمنی) نه پخپله د پوځي غبرګون وس درلود او نه هم امریکایي ځواکونو د پاکستان د یرغل مخه ونیوله. اوس هم، که دولت د پاکستان پر وړاندې د ورته عمل (د نا اعلان شوې جګړې)  پریکړه کوي نو هرو مرو دې خپل توان، د امریکې او پاکستان غبرګون په هر اړخیزه توګه وڅېړي.   هیر مو نه شي چې پاکستان د افغانستان په دولتي نظام کې دننه او هم  زمونږ په ټولنه کې ډیر اوږد لاس لري. په تېرو څه باندې دریو لسیزو کې یې زیات شمېر ګوډاګیان او د افغانستان غداران روزلي دي.

 

څه باید وشي؟

لکه چې وړاندې وویل شول، که له پاکستان او بل هر ملک سره د دیپلوماسۍ د دروازې تړل زمونږ په ګته نه دي؛ له طالبانو سره جګړه  په ټول قوت سره روانه ده خو پایلې یي د قناعت وړ نه دي؛ د پاکستان پر وړاندې د نا اعلان شوې جګړې لر لید هم ډیر تیاره دی نو څه باید وشي؟

آ یا د پاکستان هر راز غوښتنې ته غاړه کېږدو؟  نه، داسې نه ده. مونږ د یوه ملت او خپلواک دولت په توګه دنده او مکلفیت لرو چې له خلپو ملي ګټو نه په هره بیه چې کېږي په کلکه ننګه او دفاع وکړو خو د دې لپاره اړینه ده چې:

لمړی:

په خپل کور – دولتي نظام او ټولنه کې سمون، نظم او همغږي را منځ ته کړو.  وایي: څوک چې په  خپل کور کې نظم  او همغږي  ونه لري، له ګاونډي سره نه سیالي کولای شي اونه هم دوښمني”

له بده مرغه، نن په افغانستان کې دولتي واک په نا قانونه توګه وېشل شوی دی. د واک ګڼ شمېر مرکزونه شته چې  د ملت د سترو ګټو او د وطن د ستونځو د هوارۍ پر سر له یو بل سره ګډ نظر او همغږي نه لري. دلته دوې موازي حکومتي ادارې جوړې شوې دي. ولسمشر او اجرائیه رییس هر یو ځانته، ځانګړې اداره او واکونه لري. وزیران یوځل له ولسمشر اوبل ځل له اجراییه رییس سره غونډې ته را بلل کیږي.  په پای کې  وزیران هک، پک او نه پوهېږي چې څه وکړي او د چا دستور ومني.

د ملي شورا تر څنګ، د جهادي مشرانو شورا، پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی او همدا شان په تنظیمونه پورې تړلي والیان او قومي مخَور د واک هغه نور ناقانونه مرکزونه دي چې پر دولتي سیاست کې ښکېل او ژوره اغېزه لري. لنډه دا چي زمونږ په کور (وطن) کې د سر سړی  معلوم نه دی.

ښکاره ده چې په لنډه موده کې د دې ستونځې هوارول ګران او نا شونی دی خو باید هڅه وشي چې د واک د مرکزونو تر منځ د سترو ملي  مسئلو ا و لږ تر لږه د جنګ او سولې په اړوند او په ځانګړې توګه په دې باره کې چې طالبان په ټوله کې افغانان، قانوني جنګیالان او که تروریستان دي؛  له پاکستان سره د یوه ګاونډي هیواد په توګه سوله ایز ګډ ژوند غواړو او که اوږد محاله دوښمني، یو ګد نظر او همغږي را منځ ته شي.

 

دوهم:

که د افغانستان سیاسي قشر دې باور ته رسیدلی وي چې طالبان افغانان، د ټولنې یوه برخه او قانوني جنګیالان (د دولت وسله وال مخالفین) دي نو بیا ښه (غوره) دا ده چې دولت  هر څومر ژر چې کیدای شي  له طالبانو سره د سولې یوه  هر اړخیزه، ريښتونې  او دواړو خواوو ته د منلو وړ تګلاره جوړه او وړاندې کړي؛ نه خپل ځان او نه هم نور وغولوي.

د جګړې هره ورځ  زمونږ د سلګونو وطنوالو د ژوند او وینې او د وطن د لا زیاتې ورانۍ په بیه لویږې. بهرني پوځونه د افغانستان اوسنی اساسي قانون او د “ملي وحدت” حکومت منل نباید  په افغانستان کې د  یوې ډاډمنې سولې، امنیت او سیاسي ټيکاو (ثبات) پر وړاندې شرط او خنډ و ګرځي. تلپاتې سوله او سوله او سیاسي ټیکاو د افغانستان له لوړو ملي ګټو سره نېغ په نېغه اړیکه لري.

د سولې په راتګ سره مونږ نور بهرنیو پوځیانو ته هېڅ اړتیا نه لرو، اساسي قانون همدا اوس د افرادو د ګټو لپاره تر پښو لاندې کېږي. مونږ د اساسي قانون سره په ټکر کې دوه سری حکومت لرو؛ د ولسوالیو او ملي شورا لپاره ټاکنې پر خپل وخت تر سره نه شوې.

دولت د سولې په خبرو کې په عام ډول پر مدني حقونو تینګار کوي خو په دولت کې د شریکو زور واکانو لخوا پر دغو حقونو د سیستماتیک تیري مخه نه نیسي او د ژوند حق یې چې د انسانانو لومړنی او طبیعي حق شمېرل کیږي، هېر کړی دی.

ښکاره ده چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د پاکستان مرسته او مثبت رول لوبول اړین دي. دا هم پټه نه ده چې پاکستان د خپلې احتمالي مرستې په بدل کې يو لړ غوښتنې لري. په دې نړۍ کې هرڅه خپله بیه او قیمت لري.

 

پاکستان څه غواړی؟

د پاکستان اساسي غوښتنې په هغه مېمورانډم (لاس وند) کې را نغښتې دې چې څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان د امنیتي اورګانونو تر منځ په یوه ټیټه کچه لاسلیک شو. دا یو بد تفاهم دی خو د دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي تړون (موافقتنامه)  نه دی او حقوقي پایلې هم نه لري.  کیدای شي چې د افغانستان دولت په را تلونکو خبرو اترو کې د پاکستان د اندېښنو د لېرې کولو په موخه  او دخپلواکو ملکونو په چارو کې د نه لاسوهنې د اصل پر بنا، دواړو لورو ته د منلو وړ یو فورمول وړاندې کړي.

ولسمشر ډاکټر اشرف غني پوهېږي چې  له پاکستان سر د ډیورنډ د کرښې په اړوند د تاریخي او حقوقي ستونځې په وجه د هر اړخیزو سیاسي او سترایژیکو اړیکو (ستراتیژیک مشارکت)  پر سر یوې هوکړې (تړون) ته رسیدل  ګران او نا شوني دی خو له دې سره سره،  افغان حکومت باید هڅه وکړي چې په امنیتي، اقتصادي، تجارتي، ترانزیتي، ترانسپورتي، بشري اونورو برخو کې د مېمورانډم او یا په نورو بڼو د پاکستان سره د تخنیکي همکاریو جلا جلا هوکړې او موافقتنامې لاسلیک کړي. دلته افغانستان او پاکستان دواړه، یو شان او شریکې ګټې لري.

 

درېیم:

که ګډ نظر (اجماع)  داسې وي چې طالبان تروریستان او پاکستان د تروریزم نه په ګټه اخیستلو د افغانستان پر ړواندې نا علان شوې جګړه پیل کړې، نو بیا اړینه ده چې د ټولنې ټول اړخونه – هغوی چې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دي، له هر راز توپیر پرته د یوې پراخې وطني جبهې او یا غورځنګ په اډانه (چوکاټ) کې سره را غونډ او یو موټی کړو؛ مرکزي اداره غښتلې او د واک جلا جلا مرکزونو شتون ته د پای ټکی کېښودل شي. ښایي د اساسي قانون سره سم پر بیړني حالت  او همدا شان  دعسکري عمومي مکلفیت د قانون پر سر  بحث او غور وشي.

 

زما په اند، د یوه آزاد، خپلواک، یو موټي او سوله ایز هېواد په توګه د افغانستان بقا، تر هر څه لوړ آرمان، ارزښت او لومړیتوب دی. اوس د افغانستان سیاسي قشر باید دې پایلې (نتیجې) ته رسیدلی وي او یا هم دې نتیجې ته ورسي چې د وطن ساتل او پرمختیا د افغانانو دنده ده نه د بهرنیو پوځونو. د خپلې خاورې دفاع د وطن د هر بچي سپېڅلې، ایماني او قانوني دنده ده.

اړینه ده چې  د افغانستان دولت د سولې او جګړې د ستراتیژۍ په باب د امریکې او ناتو هیوادونو همغږي تر لاسه کړي او یا د سیمې او همدا شان په نړیواله کچه د نویو دوستانو په لټه کې شي. داسي دوستان چې په ریښتیا د تروریزم او د پاکستان د نا اعلان شوې جګړې پر وړاندې له افغان دولت سره په اقتصادي او نظامي ډګر کې هر اړخیزه  مرسته وکړي.

د یوه آزاد، خپلواک، یو موټي ا وسوله ایز هیواد په توګه د افغانستان بقا تر هر څه لوړآرمان، ارزښت او لمړیتوب دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.