د ارزګان ـ کندهار د لویې لارې مخکېنی قوماندان ونیول شو

د ارزګان ـ کندهار د لویې لارې مخکېنی قوماندان ونیول شو

افغان ځانګړو ځواکونو د ارزګان ـ کندهار د لویې لارې قوماندان  غلام دستګیر د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ونیوه.

 

سرچینې وايي، غلام دستګیر وړمه شپه نیول شوی دی او د لا زیاتو څېړنو په هدف کندهار ته  ولېږدول شو.

 

پر دستیګر تور پورې دی چې زیات شمېر ناقانونه وسلې يې کور کې ساتلې وې.

 

له غلام دستګیر سره یو ځای، افغان ځانګړو ځواکونو د نوموړي له کور څخه یو کانټینټر او یو کاماز موټر هم تر لاسه کړی چې وسلې په کې بار وې او غوښتل یې نامالوم ځای ته یې انتقال کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.