د ارګ له آرشیف څخه هره ورځ سل کسان لیدنه کوي

د ارګ له آرشیف څخه هره ورځ سل کسان لیدنه کوي

محور: سه شنبه، د مرغومي۱۰مه
د افغان فلم مسولینو ۶ زره ساعته بیلا بیل فلمونه د ارګ آرشیف ته وسپارل. د افغان فلم کارکوونکي وايي چې دا فلمونه یې په ډيرو سختو شرایطو کې ثبت کړي او اوس په کار ده چې سمه ساتنه یې وشي. د افغان فلم یوولسو کارکوونکو د هیواد د بیلا بیلو تاریخو دورو نږدې ۶ زره ساعته فلمونه د ارګ ارشیف ته وسپارل. د ارګ د ارشیف مسوولین وايي چې په منځنۍ کچه هره ورځ له دغه آرشیف څخه له ۱۰۰ ډېر کسان لیدنه کوي. د ارګ د آرشیف د افغان فلم یوولسو کارکوونکو ته د دغه کار په بدل کې ستاینلیکونه هم ورکړل. لرغوني اثار د هیواد ملي پانګه بلل کیږي او د همدغو اثارو له لارې مونږ کیدای شي یوملت خپل برم خوندي او نورو ملتونو ته روښانه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.