بادغیس کې د وروستي برید دوه بریدګر ووژل شو

بادغیس کې د وروستي برید دوه بریدګر ووژل شو

نن غرمه مهال ۳ ځانمرګي بریدګر د بادغیس ولایت مرکز لومړۍ حوزې اړوند یوه هوټل ته ننوتي و، چې له هغه ځایه يې په ځینو ودانیو ډزې کولې.

اوس کورنیو چارو وزارت وايي، د درېیو بریدګرو له ډلې دوه تنه يې د افغان ځواکونو لخوا نوژل شوي  دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ټینګار کړی چې یو بل بریدګر چې همدا مهال د ځانګړو ځواکونو لخوا محاصره دی، هغه به هم ووژل شي.

طالبانو ادعا کړې چې برید دوی ترسره کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.