د بدخشان د منتظره قطعې قوماندان ووژل شو د بدخشان ولایت د منتظره قطعې قوماندان سید محمد ددې ولایت د ارګو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ماین چاودنې پر مهال وژل شوی دی. د سید محمد سربېره، د هغه یو ساتونکی هم د ماین چاودنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کېږي سید محمد یادې ولسوالۍ ته د پوځي عملیاتو په خاطر تللی و چې ماین پرې چاودلی دی. تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.
Leave a Reply