د برمل امنیه قوماندان ووژل شو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تېره شپه وژل شوی دی. د امنیه قوماندانۍ ویاند شا محمود ارین ویلي تندر ته طالبان ددې ولایت یحیا خېلو ولسوالۍ کې کمین نیولی و چې وې واژه. د ارین په وینا، تندر له طالبانو سره درې ساعته نښته هم کړې ده. په نښته کې د هغه درې ساتونکي هم ټپيان شوي دي. یاده جګړه کې درې طالبان هم وژل شوي دي.
Leave a Reply