محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه
د بغلان د حج او اوقافو رییس وايی ترهغه چې شرعي حدود او قصاص تطبیق نه شي د امنیت او آرامۍ راتلل ناشوني دي. په بغلان کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه. په دغه مراسمو کې د بغلان د حج او اوقافو رییس نقیب الله سجاد وايي د اساسي قانون او شرعي حدودو نه پلی کیدل په هیواد کې د جنایي جرمونو او نا امنې د ډیریدو لامل شوي دي. هغه په مجرمینو د قصاص حکم د پلي کیدو ټینګار کوي او وايي د وخت حاکمان پرخپل ځان اساسي قانون نه پلی کوي. په بغلان کې محلي مسوولین وايي د وخت حاکمان او د قانون پلي کوونکي حتی پر خپل ځای اساسي قانون نه پلي کوي او له دې امله په هیواد کې د جرمونو او نا امنیو کچه لوړیږي. کارپوهان وايي د هیواد اساسي قانون له شریعت او اسلامي احکامو اخیستل شوی چې د پلي کولو په برخه کې یې هیڅ خنډ او پلمه نشته.
Leave a Reply