د خواجه غار جګړه؛ خالد تالقانو ته ورسېد

د خواجه غار جګړه؛ خالد تالقانو ته ورسېد

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د تخار ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف د دغه ولایت مرکز ته رسېدل دی.

 

له خالد سره په دې سفر کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیک هم مل دی.

 

اسدالله خالد پر داسې مهال تخار ولایت ته سفر کوي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د تخار ولایت په ۴ ولسوالیو پراخ ډله ییز بریدونه وکړل.

 

د طالبانو د بریدونو په پایله کې د خواجه غار ولسوالۍ مرکز د څوو ساعتونو لپاره د طالبانو په ولکه کې و چې  سیمې ته د کومانډو ځواکونو په رسېدو، طالبانو ولسوالي پرېښوده او شاتګ يې وکړ.

 

د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۹ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.